په غزني کې د ناچاوده توکو په دوو جلا چاودنو کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، لومړۍ چاودنه د غزني ښار اړوند د نوغي په کلي کې هغه مهال رامنځته شوې، چې یو شمېر ماشومانو له یوې ناچاوده توکي سره لوبې کولې. د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې، د غزني د قرهباغ ولسوالۍ د میرحسن په کلي کې هم د ناچاوده توکي د چاودنې له امله یوه ماشومه ټپي شوې ده.
د دغو پېښو د قربانیانو د درملنې او روغتیايي وضعیت په اړه تر دې دمه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په ګڼو سیمو کې ماینونه او ناچاوده مهمات پاتې دي، چې لا هم د خلکو ژوند ګواښي. د غزني اوسېدونکو په تېرو کلونو کې هم د ورته توکو له موجودیت څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې ماشومان د دې خطرونو تر ټولو ډېر قربانیان دي.
د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مې ترمنځ په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو په پېښو کې لږ تر لږه ۱۷۵ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
