Home افغانستان په غزني کې د ناچاوده توکو دوو چاودنو دوه ماشومان وژلي
افغانستان

په غزني کې د ناچاوده توکو دوو چاودنو دوه ماشومان وژلي

په غزني کې د ناچاوده توکو په دوو جلا چاودنو کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، لومړۍ چاودنه د غزني ښار اړوند د نوغي په کلي کې هغه مهال رامنځته شوې، چې یو شمېر ماشومانو له یوې ناچاوده توکي سره لوبې کولې. د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې، د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ د میرحسن په کلي کې هم د ناچاوده توکي د چاودنې له امله یوه ماشومه ټپي شوې ده.

د دغو پېښو د قربانیانو د درملنې او روغتیايي وضعیت په اړه تر دې دمه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په ګڼو سیمو کې ماینونه او ناچاوده مهمات پاتې دي، چې لا هم د خلکو ژوند ګواښي. د غزني اوسېدونکو په تېرو کلونو کې هم د ورته توکو له موجودیت څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې ماشومان د دې خطرونو تر ټولو ډېر قربانیان دي.

د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مې ترمنځ په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو په پېښو کې لږ تر لږه ۱۷۵ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version