Home ځانګړي خپرونې د پښتون تجار د ورکېدو پر ضد درېیمه ورځ هم اعتراض روان دی
ځانګړي خپرونې

د پښتون تجار د ورکېدو پر ضد درېیمه ورځ هم اعتراض روان دی

د پښتونخوا مشهور تجار او قومي مشر محمد ظریف شینواري د ورکېدو یا تښتول کېدو پر ضد اعتراض د درېیمې ورځې لپاره هم دوام لري.

اعتراض کوونکو د خیبر په چروږګي سیمه کې پرلت وهلی او د پاکستان ـ افغانستان لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

 دوی له چارواکو غواړي، چې د محمد ظریف شینواري د موندلو لپاره بېړني اقدامات وکړي او د نوموړي د ورکېدو یا تښتول کېدو عاملین ونیسي.

د لویې لارې د تړل کېدو له امله د پېښور او تورخم ترمنځ د تګ راتګ بهیر له خنډ سره مخ شوی، مسافر، موټر چلوونکي او سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

پولیس وايي، د نوموړي د زوی په شکایت د لنډي کوتل په پولیسو کې د نامعلومو کسانو پر ضد قضیه ثبت شوې ده.

د پولیسو په وینا، په ثبت شوې قضیه کې ادعا شوې، چې نامعلومو کسانو محمد ظریف شینواری له موټر څخه په زور ښکته کړی او له ځان سره یې بیولی دی.

د راپورونو له مخې، ظریف له خپل کور څخه د لنډي کوتل بازار پر لور روان شوی و، چې وروسته یې درک نه دی معلوم شوی.

د نوموړي ورکېدو د هغه کورنۍ، تجارانو، قومي مشرانو، سیاسي ګوندونو او د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version