Home افغانستان لوړو زده کړو وزارت ۷ خصوصي پوهنتونونه تعلیق او ۲ نور لغوه کړل
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت ۷ خصوصي پوهنتونونه تعلیق او ۲ نور لغوه کړل

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وایي، د جدي سرغړونو، خیالي محصلینو او اداري او علمي ستونزو له امله یې ۷ خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره تعلیق او د ۲ نورو فعالیتي جوازونه لغوه کړي دي.

د وزارت په وینا، په ۱۴۰۵ لمریز کال پسرلني سمستر کې د هېواد پر خصوصي او دولتي پوهنتونونو له ارزونې وروسته، د ۹ خصوصي پوهنتونونو ستونزې جدي وبلل شوې او له پرله‌پسې سپارښتنو او اخطاریو سره سره یې اصلاحات نه وو راوستي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، برلاس په جوزجان، راه سعادت او ترکستان په بلخ، ازهر او برنا په بدخشان، رشاد په فاریاب او پیام په کابل کې د یوه کال لپاره تعلیق شوي دي.

همداراز کهندژ په کندز او خانه دانش په تخار کې د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي.

وزارت وایي، د یادو پوهنتونونو له عمده سرغړونو څخه د خیالي محصلینو موجودیت، د صنفي حاضریو نه ثبتول او جعل، د غیر حاضرو محصلینو ازموینو ته شاملول او لوړو سمسترونو ته ارتقا ورکول، د لابراتوارونو او عملي زده‌کړو د امکاناتو نشتوالی، د تأیید شوي نصاب نه تدریس او د اړینو اداري او علمي مسؤلینو نه شتون دي.

د وزارت په وینا، د هغو پوهنتونونو په حاضریو کې چې جوازونه یې لغوه شوي، د جعل موارد هم موندل شوي او یو شمېر غیرحاضر او محروم شوي محصلین په بدلو شویو حاضریو کې حاضر ښودل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version