د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وایي، د جدي سرغړونو، خیالي محصلینو او اداري او علمي ستونزو له امله یې ۷ خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره تعلیق او د ۲ نورو فعالیتي جوازونه لغوه کړي دي.
د وزارت په وینا، په ۱۴۰۵ لمریز کال پسرلني سمستر کې د هېواد پر خصوصي او دولتي پوهنتونونو له ارزونې وروسته، د ۹ خصوصي پوهنتونونو ستونزې جدي وبلل شوې او له پرلهپسې سپارښتنو او اخطاریو سره سره یې اصلاحات نه وو راوستي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، برلاس په جوزجان، راه سعادت او ترکستان په بلخ، ازهر او برنا په بدخشان، رشاد په فاریاب او پیام په کابل کې د یوه کال لپاره تعلیق شوي دي.
همداراز کهندژ په کندز او خانه دانش په تخار کې د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي.
وزارت وایي، د یادو پوهنتونونو له عمده سرغړونو څخه د خیالي محصلینو موجودیت، د صنفي حاضریو نه ثبتول او جعل، د غیر حاضرو محصلینو ازموینو ته شاملول او لوړو سمسترونو ته ارتقا ورکول، د لابراتوارونو او عملي زدهکړو د امکاناتو نشتوالی، د تأیید شوي نصاب نه تدریس او د اړینو اداري او علمي مسؤلینو نه شتون دي.
د وزارت په وینا، د هغو پوهنتونونو په حاضریو کې چې جوازونه یې لغوه شوي، د جعل موارد هم موندل شوي او یو شمېر غیرحاضر او محروم شوي محصلین په بدلو شویو حاضریو کې حاضر ښودل شوي وو.
