افغانستان

پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو پرېکړه کړې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د لوړپوړو حکومتي چارواکو او سوداګرو په ګډه غونډه کې له افغانستان سره د ټولو سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو پرېکړه کړې ده.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د مسافرینو لپاره د قانوني، اسانه او منظم تګ راتګ د اسانتیاوو پر زیاتولو هم خبرې شوې دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو کره نېټه نه ده اعلان کړې.

بلخوا، افغان چارواکو مخکې ویلي، چې تر هغې به له پاکستان سره تړلې لارې بېرته پرانیستل نه شي، څو اسلام‌اباد دا ډاډ ورنه کړي، چې لارې به په بېلابېلو پلمو بیا نه تړل کېږي.

په همدې حال کې، د پښتونخوا په لنډي کوتل کې اعتراض کوونکو تېره ورځ خبرداری ورکړی و، چې که د افغانستان پر لور د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د پرانیستلو لپاره عملي ګامونه پورته نه شي، دوی به په تورخم کې پرلت ووهي او اسلام‌اباد ته به د اعتراض لپاره ولاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *