افغانستان

د ټاپي پروژې د هرات برخې کار د روان کال تر پایه بشپړېږي

د ترکمنستان چارواکي وايي، تمه ده د ټاپي ګاز نل لیکې د هرات برخې د جوړولو چارې د روان میلادي کال تر پایه بشپړې او د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې هرات ته د ګازو لېږد پیل شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د سرحدآباد – هرات ښار ترمنځ د دې نللیکې د جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د ټاپي پروژې د مسوول محمد مراد امانوف له قوله راپور ورکړی، چې د هرات برخې بشپړېدل به د پروژې لپاره لومړني عواید برابر او د پور ورکوونکو باور زیات کړي.

د راپور له مخې، د تاپي پروژې ټول لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی، چې موخه یې افغانستان، پاکستان او هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګاز لېږد دی.

په ورته وخت کې، د طالبانو او پاکستان ترینګلې اړیکې، په بلوچستان کې ناامني او د نړۍوالو پانګه‌والو احتیاط د دې پروژې پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه بلل شوي دي.

د پاکستان سفیر په ترکمنستان کې رویټرز ته ویلي، چې هېواد یې لا هم د ټاپي ګاز نللیکې له پروژې سره لېوالتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *