د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر له مشرې رباب فاطمې سره د پراختیايي او بشري همکاریو، د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د یوناما مشرې د طالبانو له ادارو سره د همغږۍ پر ښهوالي خوښي ښودلې او د بشري مرستو د دوام، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د پراختیايي پروژو لپاره یې د لا زیاتو سرچینو د راجلبولو ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې د قاري دینمحمد حنیف له قوله راغلي، چې د اقتصادي همکاریو او پانګونې د پراختیا لپاره باید اقتصادي محدودیتونه لرې او د افغانستان کنګل شوې بهرنۍ زېرمې ازادې شي.
نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان په اړه خپلې همکارۍ له بېړنیو بشري مرستو څخه دوامدارو پراختیايي پروګرامونو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا ته واړوي.
هغه همداراز د راستنېدونکو کډوالو، وچکالۍ، بېوزلۍ او بېکارۍ ستونزې یادې کړې او د دغو ننګونو د حل لپاره یې د نړیوالې ټولنې د اغېزناکو همکاریو غوښتنه کړې ده.
یوناما د بشري او پراختیايي همکاریو د دوام او له اړوندو ادارو سره د همغږۍ د پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.
