Home افغانستان علي وزیر د پاکستان په دادو زندان کې د نه خوړو د اعتصاب له امله په نازک روغتیايي حالت کې دی
افغانستان سیاست

علي وزیر د پاکستان په دادو زندان کې د نه خوړو د اعتصاب له امله په نازک روغتیايي حالت کې دی

oppo_0

سرچینې وایي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او سیاستوال علي وزیر د پاکستان په دادو زندان کې د نه خوړو د اعتصاب له امله په نازک روغتیايي حالت کې دی.

د دغه سرچینو په وینا، علي وزیر له څو ورځو راهیسې د زندان دننه د طبي اسانتیاوو د نه شتون په اعتراض کې د خوړو اعتصاب پیل کړی، چې له امله یې د هغه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ اړوند کسان ادعا کوي، چې علي وزیر څو اوونۍ وړاندې له لنډمهالي خوشې کېدو څو ساعته وروسته بیا د پاکستاني استخباراتي ادارو له لوري نیول شوی و او له هغه وخت راهیسې په زندان کې ساتل کېږي.

پر علي وزیر تور دی، چې د پنجاب پر ضد یې څرګندونې کړې دي.

له بلې خوا د بشري حقونو فعالین او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان وایي، چې د پاکستان په زندانونو کې د پښتنو د حق غوښتونکو پر وړاندې چلند د اندېښنې وړ دی او د دوی په وینا، دا ډول نیونې د سیاسي او مدني فعالیتونو د محدودولو هڅه ده.

د یادونې ده، چې علي وزیر تر دې مخکې هم د اوږدې مودې لپاره په زندان کې ساتل شوی و او د معلوماتو له مخې، هغه شاوخوا ۶۲۵ ورځې بند تېر کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version