Home افغانستان کندهار کې د بیرغونو پر چاپ او پلور محدودیت؛ یوازې د طالبانو سپین بیرغ ته اجازه ورکړل شوې ده
افغانستان کلتور او هنر

کندهار کې د بیرغونو پر چاپ او پلور محدودیت؛ یوازې د طالبانو سپین بیرغ ته اجازه ورکړل شوې ده

د طالبانو حکومت د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی، چې په دې ولایت کې د طالبانو له بیرغ پرته د نورو بیرغونو چاپ، نشر، پېر او پلور منع دی.

د یاد ریاست په خپره شوې خبرتیا کې د کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کتابتونونو، چاپي مرکزونو، قرطاسیو، مطبعو، ډیکورېشن مرکزونو او د پلورنځیو مسوولینو ته لارښوونه شوې چې له دې کاره په جدي توګه ډډه وکړي.

په خبرتیا کې ټینګار شوی، چې یوازې د طالبانو بیرغ ته د چاپ او خپرېدو اجازه ورکول کېږي.

دا پرېکړه د شنونکو له لوري د سخت دریځو تګلارو د دوام په توګه ارزول کېږي، چې کولی شي د بیان ازادۍ او فرهنګي تنوع په اړه اندېښنې زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو بیا ځلې واک ته په رسېدو سره د افغانستان ملي بیرغ پر پورته کېدو هم بندیز لګیدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version