Home افغانستان کونړ کې خلک د سیند له تل څخه د سرو زرو دوړې راټولوي
افغانستان

کونړ کې خلک د سیند له تل څخه د سرو زرو دوړې راټولوي

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ سیند پر ډبریز تل سلګونه کسان بوخت دي، چې د سرو زرو د دوړو د موندلو لپاره کیندنې وکړي.

ځايي اوسېدونکي وایي، د کار د فرصتونو د کمښت او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي، چې د عاید د بدیلې سرچینې په توګه دې کار ته مخه کړي. دوی زیاتوي، چې سره له ډېرو هڅو، یوازې د سرو زرو څو ګرامه دوړې ترلاسه کوي، چې د ورځني ژوند اړتیاوې په سختۍ پوره کوي.

د سیمې یو شمېر کارکوونکي وایي، دا کار هم سخت دی او هم وخت‌نیونکی، خو د بلې لارې د نشتوالي له امله یې ترسره کوي. د هغوی په وینا، د سیند په سړو اوبو او ډبریز چاپېریال کې کار کول له ګڼو ستونزو سره مل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کانونو غیرې مسلکي استخراج او وسایلو نشتون له امله د کارګرو د مرګ ژوبلې ګراف لوړ شوی دی.

تازه له بدخشان څخه سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د کان راغورځېدو پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې تراوسه یې جسد هم بې درکه دی او خلک کوشش کوي، ترڅو ژر تر ژره یې پیدا کړي، چې په دغه برخه کې د طالبانو حکومت څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده.

کارپوهان باور لري، که د کانونو سکتور منظم مدیریت او پانګونه وشي، نو دا به د خلکو لپاره دوامدار کاري فرصتونه رامنځته کړي او د هېواد اقتصادي وضعیت به هم ورسره ښه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version