Home افغانستان له افغانستانه ترکیې ته د سوداګریزو اورګاډو د تګ زمینه برابره شوې
افغانستان سوداګري

له افغانستانه ترکیې ته د سوداګریزو اورګاډو د تګ زمینه برابره شوې

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم وايي، د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د لومړي سوداګریز او ټرانزیټي اورګاډي د تګ لپاره چمتووالی بشپړ شوی او درې واړو لورو اړینې اجازې ورکړې دي.

د کنسرسیوم مسوولانو ویلي، ټاکل شوې دغه اورګاډی هره اوونۍ یو ځل له هراته د ایران د خواف له لارې ترکیې ته ولاړ شي او د وان ښار له تېرېدو وروسته د مدیترانې سمندرګي پر غاړه د مرسین بندر ته ورسېږي.

د مسوولاو په وینا، د اورګاډي لوکوموټیف ایراني او واګونونه یې اروپايي دي او د تګ راتګ چارې به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم مدیریت کوي.

دوی وایي، شاوخوا دوه کاله مخکې هم په دې مسیر کې څو باروړونکو اورګاډو ازمایښتي تګ راتګ کړی و، خو دا بهیر دوام ونه کړ.

د هغوی په وینا، اوس مهال هرات د ایران له اوسپنې پټلۍ سره نښلول شوی او هره میاشت شاوخوا سل زره ټنه توکي له دې لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

مسوولان وایي، د هرات د اوسپنې پټلۍ د بلخ تر ولایت پورې غځولو هڅې روانې دي، چې وروسته به له چین او ازبکستان سره هم ونښلول شي.

د ازبکستان او هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ په نښلېدو سره به د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د ایران د اوسپنې پټلۍ له لارې ازادو اوبو ته لاسرسی ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version