Home افغانستان پاکستان د طالبانو مخالفو ډلو سره د اړیکو په پراخولو بوخت دی
افغانستان سیاست

پاکستان د طالبانو مخالفو ډلو سره د اړیکو په پراخولو بوخت دی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درېیو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په تېرو څو میاشتو کې له طالبانو مخالفو ډلو له مشرانو سره لیدلي، څو د دغو ډلو ملاتړ وکړي.

د راپور له مخې، د طالبانو چارواکو تر دې وړاندې هم د پاکستان له لوري د خپلو مخالفانو د ملاتړ ویلې و.

د طالبانو له مخالفانو څخه عطا محمد نور تأیید کړې، چې پاکستاني چارواکو ورسره اړیکه نیولې ده. همدارنګه، محمد محقق په تېرو څو میاشتو کې څو ځله په علني ډول د پاکستان او د دغه هېواد د چارواکو ستاینه کړې ده.

خو د راپور له مخې، د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې مشرانو، چې له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، له پاکستان سره د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې د محقق په څېر په علني ډول له دغه هېواد سره لېوالتیا ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو یو شمېر مخالفو څېرو، په ګډون د جمهوریت جبهې د مشر طاهر زهیر، په پاکستان کې په یوه غونډه کې ګډون کړی و، چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي هم پکې حاضر وو. طاهر زهیر په دې غونډه کې د طالبانو له مخالفانو څخه د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې وه.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې له یوه کال څخه د ډېرې مودې راهیسې په ښکاره او مستقیم ډول روانې دي. د چین، ترکیې، سعودي عربستان او قطر منځګړیتوب هم تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د اختلافونو په هواري کې د پام وړ پایله نه ده لرلې.

که څه هم دواړه لوري په علني ډول د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې د کړکېچ پر حل ټینګار کوي، خو په دې برخه کې یې تر اوسه کوم مهم ګام نه دی اخیستی. پاکستان وایي، که طالبان د وسله‌والو ډلو د مهارولو ژمنه وکړي، اسلام‌اباد خبرو ته چمتو دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې د شنبې په ورځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، د خیبر پښتونخوا د کرمې سیمې او د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ په شاوخوا کې شوې دي.

د طالبانو یوه چارواکي د خپلو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړې او په مقابل کې یې ویلي، چې په نښتو کې ۱۳ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د نړۍوال کړکېچ ډلې کارپوه ابراهیم بحیس نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د دواړو لورو له خوا د نیابتي ډلو ملاتړ ښایي جګړه نوره هم پېچلې او د وړاندوینې وړتیا یې کمه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دواړه لوري پر خپلو دریځونو او د خپلو استدلالونو پر سموالي دومره ټینګار کوي، چې ان چین هم نه شي کولای یو لوری دې ته اړ کړي، چې د بل لوري دریځ ومني یا پرې فشار راوړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانو نښتو د افغانستان پر خلکو هم دروند بار اچولی دی. د راپور له مخې، په دغو نښتو کې سلګونه افغانان شهیدان شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version