د وزیرستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د ګرځبندیز له امله د عامو خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه لګېدلي، خو د معدني موادو باروړونکي موټر په ازادانه ډول تګ راتګ کوي.
دوی وایي، چې د پاکستان حکومت له وزیرستان څخه د مسو په ګډون د کانونو د استخراج له لارې په میلیاردونو روپۍ عاید ترلاسه کوي، خو د سیمې اوسېدونکي له لومړنیو عامه خدمتونو بېبرخې دي.
د دوی په وینا، په سیمه کې د ښوونځیو، روغتونونو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي؛ له همدې امله د سیمې ماشومان د زده کړو لپاره پنجاب ته ځي او ډېری اوسېدونکي د کار او عاید موندلو لپاره د خلیج هېوادونو ته کډه کوي.
د وزیرستان اوسېدونکي وایي، چې پنجاب د سیمې له طبیعي زېرمو پراخ عاید ترلاسه کوي، خو د ځايي خلکو د ژوند د ښه والي او پرمختیا لپاره کافي پانګونه نه کوي.
پښتونخوا کې د ګورنر راج وروسته؛ والي فیصل کریم کونډي د واک د خپلولو لومړۍ اوونۍ کې په ټولو بهرنیو کمپنیو او هیوادونو غږ کړی، چې هر څوک د پښتونخوا د کانونو استخراج ته لیوالتیا لري، راشئ په شریکه یې درسره ګاز، تیل او منرالونه راباسو.
