Home افغانستان طالب چارواکي: د ټاپي نل‌لیکه تر ۲۰۲۶ پای هرات ته رسېږي
افغانستان

طالب چارواکي: د ټاپي نل‌لیکه تر ۲۰۲۶ پای هرات ته رسېږي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئیس شفیع اعظم ویلي، ټاکل شوې چې د د ټاپي پروژه نل‌لیکه د ۲۰۲۶ کال تر پایه د هرات ولایت ته ورسېږي.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې پروژه کې د هرات لپاره ځانګړې شوې د ګازو ونډه له ۵۰۰ میلیونه متر مکعب څخه ۴.۳ میلیارده متر مکعب ته لوړه شوې ده، چې دا به د سیمې پر اقتصادي فعالیتونو مهم اغېز ولري.

اعظم زیاته کړې، چې د برېښنا پر ځای د ګازو کارول کولی شي د لګښتونو کچه له ۱۵ تر ۲۵ سلنه راکمه کړي، چې دا به د صنعتونو او کورنیو لپاره اقتصادي اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه همداراز ویلي، که یوازې یو میلیارد متر مکعب ګاز هم په پام کې ونیول شي، نو دا به په کال کې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالر سپما رامنځته کړي او نږدې ۲۰۰ زره کاري فرصتونه به برابر کړي، چې دا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version