Home نړۍ سرچینې: بلوچستان کې پر پاکستاني پوځي اډه برید شوی
نړۍ

سرچینې: بلوچستان کې پر پاکستاني پوځي اډه برید شوی

ځایي باوري سرچینې راپور ورکوي، چې د بلوچستان اړوند د مستونګ ولسوالي په «کوند میسوري، دشت» سیمه کې وسلوالو کسانو د پاکستان د پوځ پر یوه اډه برید کړی دی.

د سرچینو په وینا، لومړی پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې او وروسته نښته پیل شوې ده. تر اوسه د دغه برید د مرګ‌ژوبلې او نورو جزئیاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د راپورونو له مخې، نن سهار وختي هم د «دشت کمبیلا» په سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو ورته برید شوی و، چې مسؤلیت یې بلوچ ازادي غوښتونکي ډلې ته منسوب شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version