Home افغانستان د طالبانو حکومت: د سوداګریزو توکو انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي
افغانستان سوداګري

د طالبانو حکومت: د سوداګریزو توکو انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وایي، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد له مهمو بندرونو د سوداګریزو توکو په انتقالاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د حیرتان بندر، اقینې بندر، تورغونډۍ بندر او خواف–هرات بندر له لارې د انتقالاتو کچه ۳۹.۱ سلنه لوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۳ کال کې د دغو بندرونو له لارې شاوخوا ۴.۳ میلیونه مټریک ټنه توکي لېږدول شوي وو، خو په ۱۴۰۴ کال کې دغه اندازه له ۶.۱ میلیونه ټنو څخه زیاته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په وارداتي توکو کې تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي، سمنټ او نور خوراکي او ساختماني مواد شامل دي.
همداراز، په صادراتو کې وچه مېوه، وریجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندواڼو تخم، نخود، مس او د انارو جوس د مهمو توکو په توګه یاد شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version