Home افغانستان ملګري ملتونه: د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان د راتلونکې لپاره جدي ګواښ دی
افغانستان

ملګري ملتونه: د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان د راتلونکې لپاره جدي ګواښ دی

ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې یې شاوخوا ۴.۶ میلیونه ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې، خو له دې ډلې یوازې ۱.۹ میلیونه نجونې دي.

د راپور له مخې، په عامه ښوونځیو کې شامل زده‌کوونکي ۵۸ سلنه هلکان او ۴۲ سلنه نجونې جوړوي، چې دا د زده‌کړو په برخه کې د جنسیتي نابرابرۍ څرګندونه کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې په مستقیم ډول د ۱.۹ میلیونه نجونو د زده‌کړو ملاتړ کړی، خو بیا هم د نجونو پر وړاندې شته محدودیتونه د اندېښنې وړ دي.

سازمان ټینګار کړی، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز د هېواد د بشري ځواک د ودې او پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی. په راپور کې راغلي، تر هغه چې نجونو ته په ټولو تعلیمي کچو کې د زده‌کړو اجازه ورنه کړل شي، د بشري پانګې متوازن پرمختګ به له جدي ستونزو سره مخ وي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې دا وضعیت د افغانستان د راتلونکې ځان‌بسیاینې او پرمختګ لپاره زیانمن تمامېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version