د تاریځ لیکونکو په باور دغه ځای چې د خپل وخت د بانک حیثیت یې درلود. د تاریخي ابداتو د ځایه کېدو سترې اندېښنې راولاړې کړې دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، پر دې تاریخي سیمه نقشه راغلې، خو لاهم معلومه نه ده، چې د څه نقش ورباندې تطبیق کېږي.
د کندهار پخواني فرهنګي مشران وايي، همدلته به د احمدشاهي دولت مالي شتمني، د ولس امانتونه او د امپراتورۍ اقتصادي چارې تنظیمېدلې.
دا تاریخي وداني د کندهار ښار په زړه کې، د ولایت مقام ترڅنګ موقعیت لري؛ هلته چې هر ګام تاریخ دی او هره خښته یوه کیسه لري.
تاریځ پوهان وایي، بې له تاریخي څېړنې، بې له اسنادو او بې له دې، چې د افغانستان فرهنګي میراث ته درناوی وشي، دا ډول ودانۍ نړول د پرمختګ په نوم د تاریخ قرباني کول دي.
د منډیګک بنسټ مشر او تاریخ څېړونکی سردار والي وایي، دا کړنه د تاریخي حافظې له منځه وړل دي. نوموړي د کندهار له علمي، فرهنګي او مسؤلو ادارو څخه غوښتنه کړې، چې دا ډول تاریخي ځایونه وڅېړل شي، ثبت شي او وساتل شي؛ نه دا چې د نقشو تر پلمې لاندې له منځه یووړل شي.
د نوموړي په وینا، که تاریخ له منځه ولاړ شي، هویت هم ورسره ورکېږي.
بلخوا د تېر جمهوري نظام پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، “څو ورځې وړاندې مې د احمدشاه بابا د رغول شوي کور انځورونه ولیدل او ډېر پرې خوشحاله شوم، خو نن له بده مرغه د هماغې دورې د یوې مهمې تاریخي ودانۍ د نړولو دا خواشینوونکی خبر راته تر سترګو شو.”
د نوموړي په وینا، د داسې لرغونو ودانیو ارزښت تر سرو زرو هم زیات دی، ځکه د دې ډول ودانیو ویجاړول د تاریخ ویجاړول دي.
ښاغلی خرم زیاتوي، “دا ډېر د افسوس وړ کار دی، ځکه هېڅ ژوندی او هوښیار ملت خپلې ریښې پخپله نه پرې کوي. هیله ده چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې هغو ودانیو ته، چې تاریخي آبدات ګڼل کېږي، جدي او بشپړه پاملرنه وشي او وساتل شي.”
د دغه تاریخي ودانۍ د نړولو په اړه تراوسه طالب چارواکو رسمي څه نه دي ویلي.
د تاریخ پوهانو په وینا، افغانستان د زرګونو کلونو لرغونی تاریخ لري او د آسیا له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې د بېلابېلو تمدنونو د تېرېدو نښې پکې تر ننه خوندي پاتې دي. له آریايي تمدن څخه نیولې، د یوناني–باختري، کوشاني، اسلامي او احمدشاهي دورو پورې، دا خاوره د تاریخي آثارو او لرغونو ودانیو یو ژوندی موزیم بلل کېږي.
لرغون پوهان وایي، په هېواد کې تاریخي آبدات یوازې د تیرو زمانو فزیکي پاتې شوني نه دي، بلکې د ولس د هویت، فرهنګي حافظې او ملي پېژندګلوۍ اساسي ستنې جوړوي. دا ودانۍ د دولتدارۍ، ښار جوړونې، اقتصاد، دیني ژوند او ټولنیز نظام د تاریخ ژوندۍ بېلګې دي، چې له یوې پېړۍ نه بلې ته د پوهې د لېږد وسیله ګرځېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده، د افغانستان تاریخي آثارو په تېرو لسیزو کې د جګړو، بېپامۍ، ناقانونه کیندنو او ښاري پراختیا له امله جدي زیانونه لیدلي دي. ډېری تاریخي ودانۍ یا نړېدلې، یا زیانمنې شوې او یا هم د پراختیايي نقشو تر نامه لاندې له منځه وړل شوې دي.
کارپوهان ټینګار کوي، چې د تاریخي آبداتو ساتنه یوازې فرهنګي مسوولیت نه، بلکې ملي او قانوني مکلفیت هم دی. د دې آثارو ثبت، علمي څېړنه او مسلکي ساتنه نه یوازې د تاریخ د ژغورنې سبب ګرځي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د هویت او ویاړ سرچینه هم بلل کېږي.
