د امریکايي ځواکونو له افغانستانه د وتلو او د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم د نړۍ له جدي بشري حقونو او بشري مرستو له بحرانونو سره مخ دی؛ په ځانګړي ډول ښځې او نجونې د زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د سي اېن اېن په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره نړیوالې بشري مرستې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پام وړ ډول کمې شوې دي. د راپور له مخې، شاوخوا ۴۵ سلنه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستو د کمېدو له امله میلیونونه خلک له جدي اقتصادي او خوراکي ستونزو سره مخ دي.
د ښځو او نجونو محدودیتونه
راپور وايي، افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع دي. د ملګرو ملتونو د ښوونې، علومو او کلتور سازمان «یونسکو» د اټکل له مخې، شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې دي.
د سي اېن اېن د راپور له مخې، ښځې له ګڼو دندو هم منع شوې، په عامه ځایونو کې د مخ پټولو ته اړې شوې او په اوږده واټن سفر کې د نارینه محرم له ملتیا سره مخ دي.
سي اېن اېن د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د معلوماتو له مخې ویلي، شاوخوا نیمايي افغان ښځې اوس یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له کوره وځي. دغه اداره وايي، د ټولنیز انزوا زیاتېدو د ښځو پر رواني روغتیا هم منفي اغېز کړی او اووه له لسو ښځو خپل رواني وضعیت «خراب» یا «ډېر خراب» بللی دی.
د بشري مرستو کمښت
په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې افغانستان ته بشري مرستې نږدې ۷۰ سلنه کمې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اټکل له مخې، له ۱۰.۷ میلیونو ډېرې افغان ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري. همداراز، له نیمایي ډېرو هغو ښځینه بنسټونو چې د ملګرو ملتونو له خوا سروې شوي، ویلي چې د مالي سرچینو د کمېدو له امله ښايي په راتلونکي کال کې خپل فعالیتونه ودروي یا یې وځنډوي.
راپور زیاتوي، چې د مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې سلګونه روغتیايي مرکزونه هم تړل شوي دي.
ماشومان او خوارځواکي
د «سېف دې چلډرن» د یوې وروستۍ ارزونې له مخې، په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو یو یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دی.
د یونیسف د اټکل له مخې، سږ کال له ۱۱ میلیونو ډېر افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري. د روغتیايي خدمتونو د کمېدو او د بېوزلۍ د پراخېدو له امله ماشومان د لوږې، ناروغیو او خوارځواکۍ له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د کوکنارو د کښت کمښت
د سي اېن اېن په راپور کې د افغانستان د نشهیي توکو وضعیت هم څېړل شوی دی.
راپور وايي، طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو کښت منع کړ چې ورپسې په افغانستان کې د تریاکو تولید شاوخوا ۹۵ سلنه کم شوی دی. د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې او نورو متخصصینو دغه کمښت د ناقانونه نشهیي توکو په تولید کې له تر ټولو لویو کمښتونو څخه بللی دی.
خو د راپور له مخې، د کوکنارو بندیز په داسې حال کې عملي شوی چې د افغانستان په ډېرو کلیوالو سیمو کې دغه بوټی د خلکو د عاید مهمه سرچینه وه. د بدیل معیشت د کمو فرصتونو له امله ګڼ شمېر بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د کوکنارو د کښت له کمېدو سره د مصنوعي نشهیي توکو، په ځانګړي ډول میتامفیتامین، تولید او قاچاق د یوې نوې ستونزې په توګه راڅرګند شوی دی.
د افغانستان اقتصاد او نړیوالې اړیکې
د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال مخکې د افغانستان د عامه لګښتونو شاوخوا درې پر څلورمه برخه له بهرنیو مرستو تمویل کېده، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه مالي ملاتړ په پراخه کچه کم شوی دی.
د افغانستان د مرکزي بانک د میلیاردونو ډالرو شتمنۍ هم د طالبانو د بشري حقونو د پالیسۍ له امله د امریکا او ځینو نورو هېوادونو له خوا کنګل شوې دي. د دغو شتمنیو برخلیک د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دی.
په عین حال کې، روسیې تېر کال د طالبانو حکومت په رسمي ډول په رسمیت وپېژاند او چین هم له طالبانو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي. د راپور له مخې، چینايي شرکتونه د افغانستان د نفتو، مسو او لیتیم په برخو کې د پانګونې او استخراج په فعالیتونو کې مهم رول لري.
د امنیت وضعیت
سي اېن اېن وايي، طالبان په تېرو پنځو کلونو کې نه یوازې د افغانستان د سقوط مخه نیولې، بلکې هېواد یې د هغې پراخې ترهګرۍ په مرکز هم نه دی بدل کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې یې ځینو شنونکو اندېښنه لرله.
خو راپور زیاتوي، چې کمزوري دولتي بنسټونه، پراخه بېوزلي او اقتصادي ستونزې لا هم د افغانستان د ثبات پر وړاندې جدي ننګونې دي. داعش خراسان او القاعده هم په افغانستان کې لا هم فعال حضور لري.
د راپور په ارزونه کې ویل شوي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د بشري مرستو، اقتصادي ستونزو، د ښځو او نجونو د حقونو د محدودېدو، لوږې او روغتیايي بحرانونو له ګډې ستونزې سره مخ دی.
سي اېن اېن د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا د افغانستان د بیارغونې د پخواني ځانګړي عمومي مفتش جان سوپکو له قوله لیکلي، چې د افغان ښځو لپاره اوسنی وضعیت «خورا سخت» دی او نړیواله ټولنه د دې وضعیت د بدلون لپاره کافي اقدامات نه کوي.
د سي اېن اېن د راپور له مخې، پنځه کاله وروسته هم د افغانستان د بشري او اقتصادي بحران د پای ته رسېدو نښې کمزورې دي؛ په داسې حال کې چې د ښځو او نجونو د حقونو محدودیتونه او د نړیوالو مرستو کمښت د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي.
