Home افغانستان د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان: د افغانستان ثبات د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی
افغانستان

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان: د افغانستان ثبات د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي وايي، د افغانستان ثبات د دغه هېواد د ټولو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دی او د منځنۍ اسیا له امنیت او دوامدار پرمختګ سره نه بېلېدونکې اړیکه لري.

طلعت‌بیک مصدق‌اف ویلي، دغه سازمان لا هم د سیمه‌ییزو او له پولو هاخوا ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه خپل لومړیتوب ګڼي او د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د بین‌الدولي پروګرام پلي کول د ټولیز امنیت په تأمین کې اساسي دنده بولي.

نوموړي نن د روسیې، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او بلاروس د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون یوې سیمه‌ییزې غونډې ته ویلي: «زموږ ټولو متحدانو د دغه پروګرام د پلي کولو لپاره عملي اقدامات پیل کړي دي.»

مصدق‌اف زیاته کړې، له طالبانو سره بریالۍ دوه‌اړخیزې اړیکې مخ پر پراخېدو دي او د دغه سازمان یو شمېر غړي هېوادونه له افغانانو سره د مرستې سیاست تعقیبوي.

د هغه په وینا، دا ډول هڅې د افغانستان له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي او د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سکرتریت د دغو هڅو په همغږۍ کې ونډه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version