Home افغانستان اروپايي ټولنه: د افغان ښځو د حقونو سرغړوونکو حساب ورکول اړین دي
افغانستان

اروپايي ټولنه: د افغان ښځو د حقونو سرغړوونکو حساب ورکول اړین دي

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې استازې او سفیرې دایکه پوتزل په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د نقض د عاملانو د حساب ورکولو لپاره د سیاسي ارادې او مالي سرچینو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

نوموړې د «اتلانو غږ» تر سرلیک لاندې یوې خپرونې کې ویلي، افغان ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول د زده‌کړې، تګ راتګ او ټولنیز مشارکت له حقونو محرومې شوې دي.

پوتزل زیاته کړې، د ښځو او نجونو حقونه امتیازات نه، بلکې بنسټیز بشري حقونه دي او هېڅوک یې د ورکولو یا اخیستلو واک نه لري.

نوموړې همداراز ویلي، اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د تمدید هڅې رهبري کوي او د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې یې د افغانستان په اړه د یوه څېړنیز میکانیزم د جوړولو لپاره هم هڅې کړې دي.

هغې ټینګار کړی، د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو حساب ورکول په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړین دي او اروپايي ټولنه به د بشري مرستو ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version