Home افغانستان افغان ښځې د طالبانو له بندیزونو سره سره په پټه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي
افغانستان

افغان ښځې د طالبانو له بندیزونو سره سره په پټه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې یو شمېر افغان ښځې د طالبانو د محدودیتونو سربېره په کابل کې په پټه د زده‌کړو، سوداګرۍ او ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د راپور له مخې، یوې ښځې د ښکلا پټ سالون پرانیستی او له نیول کېدو او د وسایلو له ضبطېدو وروسته یې بېرته خپل کار پیل کړی دی. دغه راز، یوه پخوانۍ فوټبالره په خپل کور کې ځوانانو ته روزنه ورکوي او بله شل کلنه نجلۍ د خپلې خور په مرسته په پټه شاوخوا ۳۰ نجونو او هلکانو ته د بېلابېلو مضمونونو زده‌کړې ورکوي.

په راپور کې راغلي، دغه ښځې د خپلو فعالیتونو له امله د نیول کېدو او ځورونې له وېرې سره مخ دي، خو وایي، د کورنیو اقتصادي ستونزو، زده‌کړو او خپلو هیلو ته د دوام ورکولو لپاره اړ دي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

بلخوا د طالبانو د امربالمعروف وزارت مسوولانو ویلي، چې د دوی وزارت د اسلامي شریعت له مخې د ټولو وګړو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او ښځې کولای شي د شریعت او نافذه قوانینو په چوکاټ کې ټولنیز او اقتصادي فعالیتونه ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version