د امریکا اووه چارواکي وايي، نوي استخباراتي معلومات ښيي چې ایران ښايي په واشنګټن ډيسي کې د ککړې وړانګې لرونکي بم یا کیمیاوي وسلو په وسیله د ډونالډ ټرمپ د ادارې لوړپوړي چارواکي په نښه کړي.
د سرچینو په وینا، د ایران دغه پلانونه لا د عملي کېدو په پړاو کې نه دي، خو د احتمالي برید ځایونه او هدفونه پکې مشخص شوي او امریکايي چارواکو یې په اړه امنیتي چمتووالی پیل کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، امریکا ټول احتمالي ګواښونه څاري، خو اوس مهال د دغه هېواد پر خاوره د کوم باوري برید ګواښ نشته.
بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ د کیمیاوي وسلو د کارولو تورونه رد کړي او هغه یې بېبنسټه بللي دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو خبرې له ستونزو سره مخ دي.
