Home افغانستان په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ ته لوړې شوې دي
افغانستان روغتیا

په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ ته لوړې شوې دي

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په افغانستان کې د روان کال له پیله د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ مثبتې پېښې ۵۰ ته رسېدلې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د اکتوبر په وروستۍ اوونۍ کې په هلمند، بغلان، ننګرهار، فراه او کندهار ولایتونو کې د پولیو اته نوې پېښې ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي، چې په همدې موده کې د افغانستان د پنځو ولایتونو د فاضله اوبو په نمونو کې د پولیو ویروس ۱۶ مثبتې نمونې هم موندل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو واکسیناسیون پر کمپاینونو محدودیتونه د دې ناروغۍ د دوام مهم لامل بللی او له طالبانو یې غوښتي، چې د کور په کور واکسیناسیون کمپاینونه بېرته پیل کړي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي، چې لا هم د پولیو ویروس پکې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version