اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې یو شمېر افغان ښځې د طالبانو د محدودیتونو سربېره په کابل کې په پټه د زدهکړو، سوداګرۍ او ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د راپور له مخې، یوې ښځې د ښکلا پټ سالون پرانیستی او له نیول کېدو او د وسایلو له ضبطېدو وروسته یې بېرته خپل کار پیل کړی دی. دغه راز، یوه پخوانۍ فوټبالره په خپل کور کې ځوانانو ته روزنه ورکوي او بله شل کلنه نجلۍ د خپلې خور په مرسته په پټه شاوخوا ۳۰ نجونو او هلکانو ته د بېلابېلو مضمونونو زدهکړې ورکوي.
په راپور کې راغلي، دغه ښځې د خپلو فعالیتونو له امله د نیول کېدو او ځورونې له وېرې سره مخ دي، خو وایي، د کورنیو اقتصادي ستونزو، زدهکړو او خپلو هیلو ته د دوام ورکولو لپاره اړ دي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
بلخوا د طالبانو د امربالمعروف وزارت مسوولانو ویلي، چې د دوی وزارت د اسلامي شریعت له مخې د ټولو وګړو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او ښځې کولای شي د شریعت او نافذه قوانینو په چوکاټ کې ټولنیز او اقتصادي فعالیتونه ترسره کړي.
