نړۍ

د تېلو بیې د منځني ختیځ د صادراتو د زیاتوالي له امله راټیټې شوې

  • د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې راټیټې شوې، چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بهیر بېرته عادي کېدو ته نږدې شوی او د نړیوالو بازارونو د عرضې د زیاتوالي تمې پیاوړې شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برنټ تېلو بیه ۰.۷ سلنه راټیټه شوې او یو بېرل یې په ۹۵.۱۵ ډالرو پلورل شوی، په داسې حال کې چې د امریکا د تېلو بیه هم ۰.۴ سلنه کمه شوې او یو بېرل یې ۸۸.۱۹ ډالرو ته رسېدلی دی.

د انرژۍ نړیوالې ادارې اټکل کړی، چې د روان کال په څلورمه ربع کې به د تېلو نړیواله عرضه د تقاضا په پرتله هره ورځ ۱.۷ میلیونه بېرله زیاته وي.

بلخوا، د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې په هرمز تنګي کې شپږو تېل‌وړونکو بېړیو اور اخیستی، چې له امله یې د منځني ختیځ د تېلو د صادراتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *