Home نړۍ د سعودي عربستان د تېلو پر ۱۲۰۰ کیلومتره اوږدې نل‌لیکې بیا برید شوی
نړۍ

د سعودي عربستان د تېلو پر ۱۲۰۰ کیلومتره اوږدې نل‌لیکې بیا برید شوی

FILE PHOTO: Satellite imagery shows repairs and bypass construction of the Saudi Arabia East-West pipeline days after damage following a drone attack, near Al Dhekra, Al Madinah Province, Saudi Arabia, September 22, 2026. Vantor/Handout via REUTERS THIS IMAGE HAS BEEN SUPPLIED BY A THIRD PARTY. NO RESALES. NO ARCHIVES. MANDATORY CREDIT. DO NOT OBSCURE LOGO/File Photo

د سعودي عربستان دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پر ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو پر مهمې نل‌لیکې یو ځل بیا برید شوی دی.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت یوه چارواکي ویلي، برید د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په لوېدیځه مدینه سیمه کې شوی، چې له امله یې محدود اور لګېدلی و؛ خو اور ژر مهار شوی دی.

د سعودي رسنیو د راپور له مخې، د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

دا نل‌لیکه د هرمز تنګي د محدودیتونو له امله د سعودي عربستان لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه دغه هېواد کولای شي د هغې له لارې خپل خام تېل د سره سمندرګي ینبع بندر ته ولېږدوي.

د راپورونو له مخې، دغه ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده نل‌لیکه د سپټمبر په میاشت کې هم د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د څو ورځو لپاره تړل شوې وه.

سعودي عربستان د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د ګډوډېدو له امله، هره ورځ شاوخوا څلور میلیونه بېرله خام تېل د همدې نل‌لیکې له لارې ینبع بندر ته لېږدوي، چې د نړۍ د تېلو د ورځني عرضې نږدې څلور سلنه جوړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version