د سعودي عربستان دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پر ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو پر مهمې نللیکې یو ځل بیا برید شوی دی.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت یوه چارواکي ویلي، برید د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په لوېدیځه مدینه سیمه کې شوی، چې له امله یې محدود اور لګېدلی و؛ خو اور ژر مهار شوی دی.
د سعودي رسنیو د راپور له مخې، د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
دا نللیکه د هرمز تنګي د محدودیتونو له امله د سعودي عربستان لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه دغه هېواد کولای شي د هغې له لارې خپل خام تېل د سره سمندرګي ینبع بندر ته ولېږدوي.
د راپورونو له مخې، دغه ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده نللیکه د سپټمبر په میاشت کې هم د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د څو ورځو لپاره تړل شوې وه.
سعودي عربستان د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د ګډوډېدو له امله، هره ورځ شاوخوا څلور میلیونه بېرله خام تېل د همدې نللیکې له لارې ینبع بندر ته لېږدوي، چې د نړۍ د تېلو د ورځني عرضې نږدې څلور سلنه جوړوي.
