د امریکا د استازو جرګې دوه غړي هڅه کوي، داسې یو طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي، چې د تصویب په صورت کې به څه باندې ۹ زره افغان کډوال د لنډمهاله خوندیتوب (TPS) پروګرام تر پوښښ لاندې راولي.
د راپورونو له مخې، دغو دوو استازو پرون یوه عریضه پیل کړې، چې د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو د لاسلیکونو په راټولولو سره به د جرګې مشرتابه اړ کړي، څو دغه طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي؛ که څه هم د جمهوري غوښتونکي مشران ورسره موافق نه دي.
د کولوراډو ایالت استازي جېسن کرو، چې پخوا یې په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر مهال دنده ترسره کړې، او د کالیفورنیا ایالت استازي سم لیکاردو د دغې هڅې مشري کوي.
د دې طرحې د وروستي تصویب په صورت کې به څه باندې ۹ زره افغان کډوال د ۲۰۲۹ کال تر نیمايي پورې له امریکا څخه د شړلو پر وړاندې خوندي شي.
د یادو افغان کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب (TPS) وضعیت تېر کال د ډونالډ ټرمپ حکومت لغوه کړی و. د امریکا د کورني امنیت هغه مهالني وزیر ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او اقتصادي شرایط هم نور د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر وړاندې خنډ نه دي.
د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام (TPS) په ۱۹۹۰ کال کې رامنځته شوی او له مخې یې د هغو هېوادونو وګړو ته، چې د ناامنۍ یا نورو ځانګړو شرایطو له امله بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو وړ نه وي، په امریکا کې د لنډمهاله استوګنې او کار کولو اجازه ورکول کېږي.
د دغه پروګرام موده عموماً تر ۱۸ میاشتو پورې وي او د شرایطو له مخې د غځولو وړتیا هم لري.
