افغانستان سوداګري

د افغانستان له لارې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز دهلیز جوړولو وړاندیز شوی دی

په پاکستان کې د ازبکستان سفیر د افغانستان له لارې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ځانګړي سوداګریز او ترانزیټي دهلیز د جوړولو وړاندیز کړی، چې پاکستاني چارواکو هم د منلو وړ بللی دی.

د ازبکستان د دنیا خبري اژانس د راپور له مخې، دا وړاندیز د ازبکستان د سفیر علي‌شېر توختایف او د پاکستان د ځانګړو پانګونو د اسانتیا شورا د عمومي رییس په لیدنه کې شوی دی.

توختایف ویلي، دغه دهلیز کولای شي د پاکستان پېښور ښار د ازبیکستان له ترمذ ښار سره ونښلوي.

پاکستاني لوري دا طرحه عملي او د منلو وړ بللې، خو ویلي یې دي، چې اوسني محدودیتونه د امنیتي وضعیت له امله دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نږدې یو کال راهیسې د لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو او د منځنۍ اسیا ترمنځ سوداګري او ترانزیټ له ستونزو سره مخ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *