Home نړۍ د ایران د احتمالي ګواښونو له امله د امریکا د خزانې وزیر پوځي اډې ته لېږدول شوی
نړۍ

د ایران د احتمالي ګواښونو له امله د امریکا د خزانې وزیر پوځي اډې ته لېږدول شوی

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ د ایران له احتمالي ګواښونو وروسته خپل کور پرېښی او یوې پوځي اډې ته لېږدول شوی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکایي چارواکي په دې باور دي، چې د ایران له لوري د اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو پر وړاندې د برید پلانونه پرمختللي پړاو ته رسېدلي دي.

د سرچینو په وینا، پر بسېنټ د ګواښونو ارزونه تر ډېره د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوې، خو د دغو ګواښونو کچه لا روښانه نه ده.

بسېنټ له اګست میاشتې راهیسې د ایران پر وړاندې د امریکا د اقتصادي فشارونو مشري کوي او هڅه کوي چې د بندیزونو او سوداګریزو محدودیتونو له لارې د دغه هېواد اقتصاد او مالي اړیکې منزوي کړي.

د امریکا د خزانې وزارت ویاند ویلي، بسېنټ به د ایران د ګواښونو له امله له خپل دریځ څخه په شا نه شي او د اقتصادي فشارونو کمپاین ته به دوام ورکړي.

د راپور له مخې، تر دې وړاندې هم لږ تر لږه شپږ امریکایي چارواکي د امنیتي ګواښونو له امله پوځي اډو یا نورو خوندي استوګنځایونو ته لېږدول شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version