ډیپلومات مجله په یوه شننه کې وایي، افغانستان سره پر پوله د چین په خاوره کې اداري بدلون دا څرګندوي، چې دغه هېواد غواړي له افغانستان او تر هغې ورهاخوا له منځنۍ اسیا سره لا زیاتې اړیکې او یوځایوالی رامنځته کړي.
د معاصر تاریخ په ډېره برخه کې، منځنۍ اسیا -چې افغانستان او د چین لوېدیځ سنکیانګ ایالت هم پکې شامل دي- د جیوپولیټیک له نظره ځنډې ته پاتې سیمه ګڼل کېده او هم ورته د اوږدې مودې لپاره د شخړو، بېلتون او د لویو قدرتونو د سیالۍ له لامله د جلا حایلې سیمې په توګه کتل کېدل.
ډیپلوماټ رسنۍ وایي، اوس دغه لید بدلېدونکی دی، ځکه جیوپولیټیک بدلونونه، اقتصادي او امنیتي اړتیاوې او سیمه ییز نوښتونه منځنۍ اسیا د سوداګرۍ او همکارۍ په نوي راټوکېدونکي مرکز بدلوي.
په همدې چوکاټ کې، د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې د افغانستان واخان دهلېز ته څېرمه د «سنلینګ» ولسوالۍ جوړول د چین د پراخې ستراتیژۍ برخه ګڼل کېږي. که څه هم ځینو شننو یوازې د دې ګام امنیتي اړخ ته اشاره کړې، خو دا لید پراخ ستراتیژیک تصویر نه منعکسوي.
د سنلینګ ولسوالۍ جوړول د سیمه ییز یوځایوالي د ژورتیا له روان بهیر سره تړاو لري او ښايي دا اوږدمهالې پروژې یا واخان سړک د عملي کېدو نښه وي. که دغه سړک جوړ شي، نو افغانستان او چین به نږدې یوه پېړۍ وروسته بیا مستقیم سره ونښلول شي.
سنلینګ ولسوالۍ او واخان سړک
چین د سنلینګ ولسوالۍ د جوړولو لپاره له کورواکه تاجک ولسوالۍ (تاشقرغان) یوه برخه جلا کړې، چې دا د پخوانیو اداري بدلونونو دوام دی. چین له دې مخکې په ۲۰۲۴ کال کې په سینکیانګ کې دوه نورې ولسوالۍ هم جوړې کړې.
دا بدلونونه ښيي چې چین غواړي په خپلو سرحدي سیمو کې کنټرول پیاوړی کړي. د «یو کمربند، یوه لار» نوښت (BRI) او په افغانستان کې د ۲۰۲۱ وروسته سیاسي بدلونونو د منځنۍ اسیا او سینکیانګ اهمیت زیات کړی دی.
سنلینګ ولسوالۍ یوازې یو اداري بدلون نه دی، بلکې د پولې هاخوا اقتصادي فعالیتونو او سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا یو ګام هم دی.
د واخان لارې پخوانۍ طرحه
د افغانستان او چین د نښلولو مفکوره له کلونو راهیسې مطرح ده. په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان حکومت له چین وغوښتل چې د واخان له لارې د سړک جوړېدو اجازه ورکړي، چې د پاکستان د ناامنو لارو بدیل پیدا کړي، خو دا طرحه عملي نه شوه.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، واخان سړک د افغانستان یو مهم لومړیتوب ګرځېدلی او دا پروژه د چین او طالبانو ترمنځ په خبرو کې هم تل مطرح کېږي.
د بدخشان سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د چین سفیر هغوی ته ډاډ ورکړی چې دا پروژه به تایید شي.
د دې پروژې په اړه له څرګندونو او تر کلونو محدودو اقداماتو وروسته، د نوې ولسوالۍ جوړول ښيي چې بېجینګ د باور جوړونې د تدریجي اقداماتو په لور روان دی.
په دې حساسه سرحدي سیمه کې د حکومتدارۍ جوړښتونو رسمي کولو سره، داسې ښکاري چین اوس ځان د پولې هاخوا تګ راتګ تنظیمولو، امنیتي خطرونو اداره کولو او د راتلونکي زیربناوو پراختیا ته مټې بډ وهلې دي، چې پر افغانستان سربېره د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د چین د لا نږدې کېدو په اراده کې جدیت ښيي.
سیمه ییز بدلونونه او اقتصادي فرصتونه
سنلینګ ولسوالۍ ته باید یوازې د یوه اداري بدلون په سترګه ونه کتل شي، بلکې دا د سیمه ییزې سولې او همکارۍ د پراخ بهیر برخه ده.
په وروستیو کلونو کې قرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان خپلې سرحدي شخړې حل کړې دي، چې دا کار د سیمه ییزې همکارۍ لپاره مهم ګام دی.
ازبکستان ټینګار کړی چې د منځنۍ اسیا د دوامداره پرمختګ لپاره د افغانستان ټرانزیټي وړتیا باید لوړه شي.
واخان سړک به افغانستان چیني بازارونو ته وصل کړي، د پاکستان پر لارو تکیه به کمه کړي، سیمه ییز اتصال به پیاوړی کړي.
سربېره پر دې، نورې پروژې لکه ټاپي پایپ لاین، کاسا زر برېښنا پروژه او ترانس-افغان پټلۍ هم د افغانستان د اقتصادي رول د بدلون نښه ده.
امنیتي خطرونه
واخان سړک لا هم له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دی، ځکه داعش خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د سیمې لپاره خطر بلل کېږي.
پر دې سربېره د نشه یي توکو قاچاق او جرمي شبکې هم د دې پروژې لپاره ګواښ ګڼل کېږي، خو د سنلینګ ولسوالۍ جوړول که څه هم یو کوچنی اداري بدلون ښکاري، خو ستراتیژیک اهمیت لري.
دغه پرمختګ ښيي چې چین خپل لوېدیځ سرحد نور د یوې څنډې یا ډډې ته پاتې سیمې په توګه نه، بلکې د خپل اقتصادي راتلونکي د یوې مهمې برخې په توګه ګوري.
که واخان سړک جوړ شي، نو منځنۍ اسیا به یو ځل بیا د نړیوالې وچې سوداګرۍ مهم مرکز وګرځي.
