Home افغانستان د نجونو د تعلیم په اړه د حامد کرزي څرګندونو ته طالبانو غبرګون ښودلی دی
افغانستان

د نجونو د تعلیم په اړه د حامد کرزي څرګندونو ته طالبانو غبرګون ښودلی دی

د نجونو د تعلیم د زمینه برابرولو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو د طالبانو غبرګون راپارولی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند، ضیاالله هاشمي په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې حامد کرزی د افغانستان د چارو په اړه د نظر ورکولو حق نه لري.

حامد کرزي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق، یونیسیف، د هغه راپور په غبرګون کې چې وایي، ۳ اعشاریه ۷ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي، ویلي وو، چې د نجونو او هلکانو تعلیم د دې ستونزې د هواري لپاره مهم دی. د هغه په وینا، د عامه پوهاوي زیاتوالی د بېسوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې راکموي.

حامد کرزی، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې اوسي، په وار وار د نجونو د زده‌کړو د حق ملاتړ کړی دی.

حامد کرزی نږدې ۱۴ کاله د افغانستان ولسمشر و او د هغه د واکمنۍ پر مهال میلیونونه نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته تللې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version