ایران، افغانستان او تاجکستان د یوه درېاړخیز هوکړهلیک په لاسلیکولو سره د ټرانزیټي همکاریو، د توکو د نړۍوال لېږد رالېږد او د درېواړو هېوادونو ترمنځ د سیمهییز نښلون پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ایران سفارت په دوشنبه کې ویلي، دغه هوکړهلیک د ایران د مشهد ښار په کوربتوب د درېواړو هېوادونو د ټرانسپورټي چارواکو د ګډې غونډې پر مهال لاسلیک شو.
د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د سیمهییزو همکاریو د پراختیا، د نړۍوال ټرانزیټ د ودې، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د نړیوال ټرانسپورټ په برخه کې د همغږۍ له لارې د رغنده تعاملاتو پر پراختیا خبرې وشوې.
هوکړهلیک د ایران د سړکونو او سړکیز ټرانسپورټ د ادارې رئیس او د ترانسپورټ وزارت مرستیال رضا اکبري، د تاجکستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال شایسته سعیدمرادزاده او د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د حقوقي چارو او هوکړهلیکونو عمومي رئیس یارمحمد رمضان لاسلیک کړی دی.
د چارواکو په وینا، د دې هوکړهلیک پلي کېدل به د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د توکو د ټرانزیټ د اسانتیا او د اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي.
