Home افغانستان روسیه: په افغانستان کې د بشري بحران اصلي لامل د مرستو سیاسي کول دي
افغانستان

روسیه: په افغانستان کې د بشري بحران اصلي لامل د مرستو سیاسي کول دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي لامل د بشري مرستو سیاسي کول او پر طالبانو لګېدلي بندیزونه دي، چې د هغې په وینا، د حکومت پر ځای عام خلک زیانمنوي.

زاخارووا په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې کچه د نړۍ له اوسط څخه نږدې دوه برابره ده. هغې زیاته کړه، د افغانستان د بانکي شتمنیو کنګل کېدو او د نړۍوالو بشري مرستو کمېدو د بشري بحران د لا ژورېدو لامل شوی دی.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د مالي مرستو د څار ادارې د معلوماتو له مخې، روسیې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري بودجې ته یوازې دوه میلیونه ډالر مرسته کړې ده، په داسې حال کې چې د دې بودجې ټولیزه اړتیا یو اعشاریه اووه میلیارده ډالره اټکل شوې، خو تر اوسه یوازې شاوخوا ۳۳۰ میلیونه ډالر برابر شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version