Home افغانستان طالبانو بیا له چین وغوښتل چې د مس عینک کان د استخراج عملي چارې پیل کړي
افغانستان

طالبانو بیا له چین وغوښتل چې د مس عینک کان د استخراج عملي چارې پیل کړي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري د چین له سفیر، د ایم‌سي‌سي‌ټي شرکت له رئیس، د عینک د مسو کان د قراردادي شرکت له مشر او د هغوی له مل پلاوي سره کتلي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د تړون له مخې د کان کیندنې د هغو فعالیتونو د نه عملي کېدو موضوع، او همدارنګه د پروژې ټولیز پرمختګ په اړه بحث شوی.

په غونډه کې د قراردادي شرکت له لوري د عینک د مسو کان د تړون له مخې د ټاکل شوو مکلفیتونو او ژمنو د نه پوره کولو په اړه خبرې شوې، کوم چې مخکې له دې په رسمي ډول شرکت ته هم سپارل شوي وو.

د ایم‌سي‌سي‌ټي شرکت رئیس ډاډ ورکړی چې پاتې د کان کیندنې چارې او فعالیتونه چې تر اوسه د تړون له مخې نه دي ترسره شوي، په راتلونکي کې به بشپړ شي.

د یاد وزارت وزیر غوښتنه کړې چې یاد شرکت باید د کان کیندنې د تړون د ټولو شرایطو، مکلفیتونو او ژمنو سره په بشپړ ډول عمل وکړي.

د افغانستان او چین د اېم سي سي دولتي شرکت ترمنځ د مس عینک د استخراج تړون نږدې ۱۸ کاله مخکې په جمهوریت کې لاسلیک شوی، خو لا هم د دې کان د اېستلو عملي چارې نه دي پیل شوې.  

د طالبانو حکومت چې له سیاسي او اقتصادي پلوه یې افغانستان په نړۍ کې له انزوا سره مخ کړی، دغه کان ته یې لویه هیله ده. 

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د دې ډلې واکمنېدو سره دوی له چین بیا بیا د کان د عملي چارو غوښتنه کوي، ځکه یې چین ته د مسک عینک کان تړون ۱۵ کاله نور هم اوږد کړ او هم یې د دې شرکت ځینې شرطونه ومنل. 

خو دې پروژه کې نږدې ښکېل کسان او کارپوهان اندېښمن دي چې ممکن چین “هیڅکله” هم مس عینک کان استخراج نه کړي او د ستراتیژیکې زېرمې په توګه یې وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version