د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې یو کال مخکې د «سینډور عملیات» په نوم د هند وسلهوالو ځواکونو د بریدګرو پر وړاندې قوي غبرګون وښود او د خلکو د خوندیتوب لپاره یې مهم اقدام ترسره کړ.
نوموړي له خلکو غوښتي، چې د دغې بریا او د پوځ د درناوي په موخه په ټولنیزو رسنیو لکه ایکس، فېسبوک، انسټاګرام او واټساپ کې خپل پروفایل انځورونه د ځانګړي شریک شوي عکس سره بدل کړي.
د نوموړي دغه اعلان د ګڼو هندي چارواکو، لوبغاړو او د هند ولسي وګړو د پراځ هرکلي سره مخامخ شوی او پر خپلو پروفایلونو باندې یې انځورونه بدل کړي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه عملیات وروسته له هغې ترسره شول، چې د پهلګام په سیمه کې پر سیلانیانو وسلهوال برید وشو، چې په کې ملکي کسانو ته مرګژوبله واوښته.
هند دغه برید د ترهګرۍ عمل وباله او تور یې د هغو وسلوالو ډلو پر غړو پورې کړ، چې په پاکستان کې خوندي روزنځایونه لري.
له همدې وروسته هندي امنیتي ځواکونو د پولې پورې غاړې ته محدود او هدفمند ځوابي عملیات ترسره کړل، چې هدف یې د بریدګرو د ځپلو، د هغوی د مرکزونو له منځه وړل او د راتلونکو بریدونو مخنیوی بلل شوی و.
