د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان یو ځل بیا د کرکټ نړۍ والې شور په وروستۍ درجهبندۍ کې د نارینه وو د یو ورځنیو (ODI) او شل اوریزو (T20I) توپ اچوونکو په لېست کې لومړي مقامونه خپل کړي دي.
په یو ورځینو لوبو درجهبندۍ کې راشد خان د ۷۰۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د توپ اچوونکو د نوملړ په سر کې راغلی او په شل اوره درجهبندۍ کې هم د ۷۵۳ امتیازونو په لرلو سره لومړی مقام لري.
بل افغان توپ اچوونکی مجیب الرحمن هم د شل اوریزو لوبو په درجهبندۍ کې خپل قوي حضور ساتلی او د نړۍ د غوره لسو توپ اچوونکو په منځ کې نهم مقام لري.
همدارنګه افغان ټول چاری لوبغاړی عظمتالله عمرزی د یو ورځنیو لوبو د ټول چارو په درجهبندۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی.
