Home افغانستان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د یوناما د نوې مشرې د ټاکنې هرکلی وکړ
افغانستان سیاست

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د یوناما د نوې مشرې د ټاکنې هرکلی وکړ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتېرش له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې د ټاکنې هرکلی کړی دی.

استازولۍ ویلي، رباب فاطمه په داسې مهم وخت کې دغه دنده پر غاړه اخلي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ماموریت د ارزونې بهیر روان دی. دوی د نوموړې پراخه ډیپلوماتیکه تجربه او د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د رهبرۍ سابقه مهمه بللې ده.

په اعلامیه کې له نوې استازې غوښتل شوي، چې د یوناما د ماموریت د پلي کولو لپاره د سیاسي تعامل، بشري مرستو همغږۍ، د ملکي وګړو د خوندیتوب، د بشري حقونو د څارنې او د افغانانو د اساسي حقونو د ملاتړ په برخو کې خپل فعالیتونه پیاوړي کړي.

د افغانستان استازولۍ ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو تعامل باید د اصولو پر بنسټ او د بشري حقونو، ټولشموله حکومتولۍ او نړیوالو ژمنو د رعایت له شرطونو سره مل وي.

استازولۍ هیله څرګنده کړې، چې د رباب فاطمې تر مشرۍ لاندې یوناما به د افغانستان د سولې، ثبات، بشري حقونو او د افغانانو په مشرۍ د یوه ټولشموله سیاسي بهیر په ملاتړ کې اغېزمن رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version