Home افغانستان رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوې ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه
افغانستان سیاست

رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوې ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش، بنګله‌دېشۍ ډیپلوماته رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپل نوې ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه ټاکلې ده.

رباب فاطمه به د روزا اوتونبایوا ځای ناستې شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوتونبایوا د ژمنو خدمتونو ستاینه کړې او همداراز یې د یوناما د مرستیالې جورجت ګانیان د کارونو قدرداني کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې د دغه پلاوي سرپرستي پر غاړه لري.

د ملګرو ملتونو د ویاند دفتر ویلي، رباب فاطمه له ۳۰ کلونو زیاته د ملي او نړۍوالو دولتي خدمتونو، دوه اړخیزې او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ، پالیسۍ جوړونې، ملاتړ او د پروګرامونو د طرحې او پلي کولو تجربه لري.

نوموړې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې راګیرو مخ پر ودې هېوادونو او کوچنیو ټاپووزمو مخ پر ودې هېوادونو د عالي استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version