Home نړۍ پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي
نړۍ

پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي

د مستعمرې پښتونخوا د کوز دیر په حیدر ټاپ سیمه کې د پاکستاني طالبانو په برید کې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، برید هغه مهال وشو، چې امنیتي ځواکونه د لټون عملیاتو لپاره روان وو. د چارواکو په وینا، وسلوالو له کمینه ډزې او لاسي بمونه وکارول.

پولیس زیاتوي، چې له بریدګرو سره نښته شوې او هغوی ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

دا يه داسې حال کې ده، چې  په سیمه کې د پاکستان پوځ لخوا عملیات دوام لري.

د مستعمرې پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د پېښې غندنه کړې، د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر روغتیا هیله یې کړې ده.

بلخوا، د بنو په مریان سیمه کې پر یوې پولیسو تاڼې د چاودېدونکو توکو ډک موټر برید شوی، چې له امله یې تاڼه او نږدې ودانیو ته زیان اوښتی او لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي دي.

ټي‌ټي‌پي همداراز ادعا کړې، چې د بلوچستان د کویټې په زرغون ولسوالۍ کې یې په جلا عملیاتو کې د پاکستان د بېلابېلو امنیتي ادارو څلور غړي وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version