شنونکي: دا پاکستاني پوځ دی، چې د سوځېدلي کابل او ښه ګاونډيتوب تر منځ یې تل سوځېدلی کابل غوره کړی، خو افغانان ددوی له لوري د تکلیف ټاکلو تابع نه دي، کابل له پخوا په ټولو مرحلو کې دفاعي دريځ درلود.
يو شمېر افغان شنونکو رڼا ته وویل، د پاکستان پوځ په تېرو لسیزو کې تل د “سوځېدلي کابل” پاليسي غوره کړې او د ښه ګاونډيتوب پر ځای يې له فشار، ګواښ او لاسوهنې کار اخیستی،
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر، ویلي؛ کابل ته یې “واضح پیغام” لېږلی چې باید د اسلاماباد او ټي ټي پي ترمنځ یو وټاکي. د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، منیر دغه خبرې په راولپنډۍ کې د پوځ د درې واړو څانګو د افسرانو یوې ناستې ته کړي.
منیر په همدې وینا کې هند ته هم خبرداری ورکړی، چې که نوې ډهلي پر پاکستان د برید هڅه وکړي، سخت غبرګون به وویني.
خو افغان شنونکي وايي، د منیر دا دریځ، استبدادي واک ته د هغه نامشروع لېوالتیا ښيي، دی غواړي د افغانستان پر خاوره د بریدونو په دوام سره د پوځ له لاسه تللی برم بېرته را ژوندی کړي. دوی زیاتوي چې پاکستاني پوځ له ډیرو کلونو راهيسې ولس د هند په نوم وېرولی، ترڅو له دوی سره د کورنیو سیاسي اختلافاتو مخه ونیسي او د پوځ پر وړاندې د بشپړ اطاعت فضا رامنځته کړي.
شنونکي وړاندې وايي، د افغانستان د ملکي وګړو پر ضد د پاکستان وروستي بریدونه ددوی د پوځ د بشري حقونو ضد ماهیت لا څرګند کړی، او په مخامخ جګړه کې د پوځ ناکامي یې د اعتبار او حیثیت د کمېدو سبب شوې ده. د دوی په باور، د کورنيو سیاسي خوځښتونو په ګواښلو سره د پوځ نفوذ لا کمزوری شوی او پر “کاذب او کاغذي نفوذ” بدل شوی، چې هر وخت د ولسي کرکې د زیاتېدو لامل کېدای شي.
بل لوري ته، د ټي ټي پي سره نږدې سرچينو رڼا ته ویلي چې دغه ډله دا مهال له جغرافيايي او لوژستیکي اړخونو په داسې وضعیت کې ده چې د سیمې د هېڅ دولت مرستې ته اړتیا نه لري، او هېڅ هېواد هم حاضر نه دی چې د ټي ټي پي په ملاتړ سره د تورونو او فشارونو لړۍ وزغمي. دوی ټینګار کوي چې پاکستاني پوځ د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره پر نورو د تورونو د لګولو هڅه کوي.
اخوا د کابل او اسلاماباد ترمنځ هغه مذاکراتو چې د دوحې، ترکیې او سعودي په کوربتوب شوي، پایله نه ده ورکړې او یوازې د کماعتباره اوربند پر غځولو بسنه شوې ده.
همدارنګه رڼا داسې رپوټونه ترلاسه کړي چې په اسلاماباد کې ځينو سیاسي خوځښتونو، کابل ته د پیغام په استولو د پاکستان وروستي اقدامات د دوی ګډ دريځ نه دی بللی، خو ویلي یې دي چې د مجبوریت له امله د پوځ د کړنو د ظاهري ملاتړ سر ښوروي؛ سره له دې چې په اصل کې د پوځ له دې دریځونو سره همنظره نه دي.
خو شنونکي ټینګار کوي چې د پاکستان اوسنی چلند د پوځ او “آل پارټیز” هغه ستراتیژیک عمق ته ورګرځي، چې کلونه کېږي د یاد هیواد د امنیتي سیاست محور ګرځېدلی. ددوی په باور، د پوځ او سیاسي ګوندونو ترمنځ ناندرۍ د دې ستراتیژۍ پر بنسټ د ګډ واحد دریځ د ماتېدو معنا نه لري.
طالبانو تر دې دمه د عاصم منیر دې څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې لا ويلي و چې دوی د هېڅ هیواد لپاره ګواښ نه دي او پاکستان دې خپله خپلې ستونزې حل کړي.
