د طالبانو حکومت د افعان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون مشر، شهابالدین دلاور وایي، چې د دوحې د سولې د مذاکراتو پر مهال امریکایي لوري له طالبانو غوښتي وو، چې په افغانستان کې د امریکا لپاره یوه پوځي اډه ومني، خو د طالبانو مذاکراتي پلاوي دغه غوښتنه رد کړې وه.
دلاور د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۶مه، په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د مذاکراتو پر مهال خبرداری ورکړی و، چې که امریکایي او د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، هېواد به د سوریې په څېر له ناورین سره مخ شي او د تجزیې خطر به هم موجود وي.
د نوموړي په وینا، خلیلزاد استدلال کاوه چې د جنرال عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور په څېر سیاسي او پوځي شخصیتونه د امریکا تر نفوذ لاندې دي او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به وضعیت له کنټرول څخه ووځي.
دلاور ادعا وکړه، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو د هېواد امنیت او عمومي وضعیت تر خپل کنټرول لاندې راوست او تر اوسه د دوحې د هوکړې له ټولو ژمنو سره وفادار پاتې شوي دي.
هغه د دوحې په هوکړهلیک کې د هر ډول پټو ضمیمو شتون هم رد کړ او ویې ویل، یوازینۍ ضمیمه دا وه چې امریکایي ځواکونه د بېلابېلو ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ او ځای پر ځای کېدو پر مهال د طالبانو له بریدونو خوندي پاتې شي.
د نوموړي په وینا، د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته طالبانو پر امریکایي ځواکونو هېڅ برید ونه کړ او په دې موده کې هېڅ امریکایي سرتېری ونه وژل شو.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې د دوحې له تړون سره د ځینو ضمیمو شتون تأیید کړی و، خو د هغو د محتوا په اړه یې هېڅ ډول جزییات نه وو خپاره کړي.
که څه هم د ۲۰۲۰ کال د دوحې له تړون وروسته پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو مستقیم بریدونه ودرېدل، خو په همدې موده کې د طالبانو او د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ جګړې پراخې شوې او د افغان ځواکونو د درنو تلفاتو ګڼ راپورونه خپاره شول.
شهابالدین دلاور په خپلو خبرو کې دا ادعا هم وکړه، چې طالبانو په هېواد کې ټول اختلافونه له منځه وړي او داسې لاسته راوړنې یې لرلې چې، د هغه په وینا، په تېرو دوه سوه کلونو کې نه وې ترسره شوې. هغه وویل، طالبان توانېدلي چې افغانستان «دوه سوه کاله پرمختګ» ته ورسوي.
هغه همداراز د عاشورا د مراسمو امنیت ته په اشارې وویل، چې دغه مراسم په امن فضا کې ترسره شول او د هېواد د خلکو ترمنځ هېڅ قومي او مذهبي اختلاف شتون نه لري. دلاور زیاته کړه، د پخواني حکومت او سیاسي ګوندونو جوړښت هم فراګیر نه و.
