افغانستان

افغانستان او پاکستان کې زورورې زلزلې؛ د زیانونو راپورونه خپاره شوي

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د شنبې په ورځ د افغانستان د هندوکش په سیمه کې د ۶ درجې په کچه زوروره زلزله رامنځته شوه، چې ټکانونه یې د کابل تر ښار او د پاکستان تر پولې پورې محسوس شول.

د اروپايي-مدیترانې زلزلې څارنې مرکز (EMSC) ویلي، چې زلزله د شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره په ژوروالي کې ثبت شوې ده.

تر اوسه د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې له خوا د تلفاتو یا لویو زیانونو رسمي راپور نه دی ورکړل شوی، خو ویل شوي چې د وضعیت ارزونه روانه ده.

بل لوري ته، د شنبې په ورځ د پاکستان په ځینو برخو کې هم ۵.۴ درجې زلزله ثبت شوې ده. د راپورونو له مخې، د بلوچستان په موسی‌خېل ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي او لسګونه کورونه زیانمن شوي دي.

چارواکو ویلي، چې شاوخوا ۱۲۵ کورونه زیانمن شوي او مرستندویه ډلې سیمې ته لېږل شوي، چې خیمې، خواړه، سولري وسایل او نور ضروري توکي خلکو ته رسوي.

په پښتونخوا کې د سوات اوسېدونکو ویلي، چې خلک د زلزلې پر مهال له کورونو په ویره بهر وتلي وو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د زیانونو له امله خواشیني څرګنده کړې او اړوندو ادارو ته یې د بېړني مرستندویه اقدام امر کړی دی.

چارواکي وایي، چې د دواړو هېوادونو په زیانمنو سیمو کې د وضعیت څارنه او د احتمالي تلفاتو معلومول روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *