ایران ویلي، چې د امریکا له هوايي بریدونو وروسته یې د امریکا اړوند هدفونه په نښه کړي دي، په داسې حال کې چې دواړه لوري یو بل د تېرې اوونۍ د جګړې د پای ته رسولو د هوکړې په سرغړونه تورنوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا بریدونه د امریکا له لوري د ایران پر جنوبي ساحلي پوځي تاسیساتو د هوايي بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي. دغه وزارت د بریدونو ځایونه نه دي په ډاګه کړي، خو ادعا یې کړې چې دا «دفاعي عملیات» وو.
بل لور ته؛ بحرین چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ کوربه دی، اعلان کړی چې ایران د ډرونونو په وسیله پر دې هېواد برید کړی دی.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت دغه برید د خپل ملي حاکمیت ښکاره نقض، د هېواد د امنیت پر ضد ګواښ او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.
بحرین همداراز ویلي، چې د سیمې او نړۍ د کړکېچ د کمولو له هڅو سره سره د ایران د بریدونو دوام د سولې بهیر زیانمنوي او سیمه بېثباته کوي.
د امریکا حکومت تر اوسه د ایران د هغې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، چې ګواکې د امریکا اړوند هدفونه یې په نښه کړي دي.
د امریکا پوځ ویلي، د جمعې ورځې بریدونه یې د هرمز تنګي کې پر یوې بار وړونکې بېړۍ د ایران د ډرون برید په غبرګون کې ترسره کړي وو.
