د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې تهران تر اوسه خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شوی، خو امریکا د هوکړهلیک د نهمې مادې او ځینو نورو ژمنو څخه سرغړونه کړې ده.
عراقچي د شنبې په ورځ په اېکس (پخواني ټویټر) کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د هر ډول هوکړې د بریالي عملي کېدو لپاره اړینه ده چې دواړه لوري خپلې متقابلې ژمنې په بشپړ ډول عملي کړي.
هغه ادعا کړې چې امریکا نه یوازې د هوکړهلیک د نهمې مادې خلاف عمل کړی، بلکې نور ناسم اقدامات یې هم ترسره کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د هرې هوکړې د دوام او اغېزمن پلي کېدو یوازینۍ لار د دواړو خواوو متقابل اطاعت او ژمنتیا ده.
