افغانستان سیاست

د افغانستان او پاکستان کړکېچ د منځنۍ اسیا اندېښنې زیاتې کړې

د نیشنل انټرسټ د تازه تحلیلي راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښمن کړي، ځکه د جګړې دوام د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ مهمې سیمه‌ییزې پروژې له خطر سره مخ کوي.

راپور وايي، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي، خو نه غواړي د کابل او اسلام‌اباد په شخړه کې د کوم لوري ملاتړ وکړي.

د راپور له مخې، د جګړې دوام د ټاپي ګاز نل‌لیکې، د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د اورګاډي کرښې او د افغانستان له لارې پاکستان ته د رېل پټلۍ پروژې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.

راپور زیاتوي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله، طالبان تر بل هر وخت ډېر د منځنۍ اسیا پر هېوادونو تکیه کوي، او ازبکستان او قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو ګرځېدلي دي.

د راپور په وینا، که جګړه اوږده شي، داعش خراسان او نورې وسله‌والې ډلې به له ناامنۍ ګټه واخلي. همداراز، چین او روسیه هم په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي، ځکه د سیمې امنیت او اقتصادي پروژې له ثبات سره تړاو لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *