د ملګرو ملتونو یو شمېر خپلواکو کارپوهانو د بلوڅانو د یووالي غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ پر ضد د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د عمري بند پرېکړه غندلې او دا یې د عدالت له اصولو سره په ټکر کې بللې ده.
کارپوهانو ویلي، پر ماهرنګ بلوڅ د سولهییزو اعتراضونو، د بیان او ټولنې د ازادۍ د فعالیتونو له امله د ترهګرۍ او قتل تورونه لګېدلي او د هغې محاکمه عادلانه نه وه.
دوی ویلي، د محکمې پرېکړه یوازې د اعتراضونو پر بنسټ شوې او د عادلانه محاکمې اصول پکې نه دي رعایت شوي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نوموړې د روغتیايي وضعیت او د زندان د شرایطو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
دوی له پاکستانه غوښتي، چې د مدني او سیاسي حقونو نړیوالو معیارونو ته درناوی وکړي او د ترهګرۍ ضد قوانینو له ناوړه کارونې ډډه وکړي. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دغه ډول پرېکړې په بلوچستان کې مدني فضا نوره هم محدودولی شي
