Home سیاست د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ماهرنګ بلوڅ د عمري بند سزا وغندله
سیاست

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ماهرنګ بلوڅ د عمري بند سزا وغندله

د ملګرو ملتونو یو شمېر خپلواکو کارپوهانو د بلوڅانو د یووالي غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ پر ضد د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د عمري بند پرېکړه غندلې او دا یې د عدالت له اصولو سره په ټکر کې بللې ده.

کارپوهانو ویلي، پر ماهرنګ بلوڅ د سوله‌ییزو اعتراضونو، د بیان او ټولنې د ازادۍ د فعالیتونو له امله د ترهګرۍ او قتل تورونه لګېدلي او د هغې محاکمه عادلانه نه وه.

دوی ویلي، د محکمې پرېکړه یوازې د اعتراضونو پر بنسټ شوې او د عادلانه محاکمې اصول پکې نه دي رعایت شوي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نوموړې د روغتیايي وضعیت او د زندان د شرایطو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

دوی له پاکستانه غوښتي، چې د مدني او سیاسي حقونو نړیوالو معیارونو ته درناوی وکړي او د ترهګرۍ ضد قوانینو له ناوړه کارونې ډډه وکړي. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دغه ډول پرېکړې په بلوچستان کې مدني فضا نوره هم محدودولی شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version